انصار: ( د وری4مه)، د روسیې امنیتي ادارې وايي، د پلازمېنې مسکو په یوه مرکزي تالار کې د ډزو یوه پېښه کې لږ تر لږه ۶۰ کسان وژل شوي او ۱۰۰ نور ټپیان دي.
د خواله رسنیو په هغو ویډیويي کلیپ کې چې بي بي سي تائید کړی، لیدل کېږي چې لږ تر لږه څلور داسې کسان چې پوځي کالي یې اغوستي د کراسنوګورسک کرکیوس ښاري تالار کې پر خلکو ډزې کوي.
د روسیې دولتي خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، ځايي نندارچیان د موسیقۍ یوه کنسرت پیل ته منتظر و، چې پېښه رامنځته شو او وروسته د تالار چت هم اور واخیست. رپوټ کې ویل شوي، ځینې برخې نړېدلې دي.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت دا ’’یو ترهګریز برید’’ بللی دی.
پر خواله رسنیو یوه ناتائید شوي بیان کې ویل شوي داعش وسله والې ډلې د دې برید مسوولیت منلی دی، خو روسي چارواکو رسماً په دې هکله څه نه دي ویلي.
د مسکو له ځايي وخت سره سم د ګهیځ تر یوې بجې پورې د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین مخامخ د دې پېښې په هکله وینا نه ده کړې، خو د دې هېواد دولتي خبري اژانس تاس د مرستیالې لومړۍ وزیرې تاتیانا ګولیکووا له قوله لیکلي چې ولسمشر پوتین د ټپیانو لپاره د ژر ښه کېدو هیله څرګنده کړې.
د روسیې فدرالي امنیتي ځواک (ایف ایس بي) مسوولین وايي، ځانګړي ځواکونه هم د پېښې ځای ته رسېدلي دي.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخاروا له نړیوالې ټولنې غوښتي چې دا پېښه وغندي، چې دا یې ’’شیطاني جرم’’ بولي. نوموړې وايي: ’’د خلکو ژغورنې لپاره په ټول وس او توان سره هڅه کېږي.’’
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/30726